د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
استاد فضل الله رشتین

د افسانې كتاب

هغه يار چې مې غوښتلو بيګانه شو
ګلشن د مينې مې هم ځكه ويرانه شو
ستا د خمارو سترګو دا رنګه جادو ؤ
چې ليونى زړه مې نور هم ديوانه شو
تا سره د څو ورځو ديدن دغه اثر ؤ
راته جوړ رنګين داستان عاشقانه شو
چې دې ټول عمر نفرت له مانه و كړ
ستا له لاسه مې ځاى ځكه ميخانه شو
چې خبر شوم د مينې له شكست خپل
زړه مې مات لكه ښيښه دانه دانه شو
اى رښتينه ستا په نوم يې كرښه راكښله
تكميل دا شان ستا كتاب د افسانه شو



كويت

د شاعر نور شعرونه ←