د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
نقيب احمد قريشي

غزل

څوك چي د سترګو دحيا له دره ولويږي
هغه دزړونو ددنيا له دره ولويږي



نقيب چي ولاړۍ اوس لوېدلۍ دى دانجونو له خولو
لكه پاچاچي د الله له دره ولويږي



دپلټني سندرماره شاپېرۍ يارانو
سبا چي راسي دسبا له دره ولويږي



كه دهر چا نصيپ خراب وي بيا هم دومره نه دى
داچي د شونډو دخندا له دره ولويږي



ګرد دمخونو هم پاكيږي دباران په اوبو
دستني سرچي دملا له دره ولويږي



هغې ويل [ نقيب ] په پوري هديره كي ښخ دى
خداى خودي وكړي چي صفا له دره ولويږي
كندهار

د شاعر نور شعرونه ←