پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
غزل
که څـــــــــولوړاو ډېر شــم غټ غېرلۀ يارکم يم
بادشــــــــــانۀ يم که بادشــــــــاددرست عالم يم
زيات مې څــــــــــۀ لۀ لمبــــوئ په تړمواوښکو
چې شهيــــــــــــدپه توروسترګــــــــــــودصنم يم
لکه اوسپنه زنګ واخــــــــــــــــــلي دکارنۀ وي
داسې ټـول بـــــــــــدن اخيستی ديارغــــــــــم يم
چې دګل لــــــــــــــۀ پاڼې ورغــــــړي اوپرېوزي
غېر لۀ يار دارنګ يوڅــــــــــــاڅکی دشبنم يم
دژونـــــــــدون په لـــــــــــــويه لارحيران ولاړ يم
دمحفـــــــــــــــل ياران روان خـــــــــــوزۀ لا تم يم
ګل بــــــــــدن چې غــــــــــــــوړولی اشنـــــــــــاکله
د بلبل غــــــــــــــــوندې راغـــــــــلی ورته سم يم
خـدا! انکار ټکی يې څنګ راغی په شونډو
چې محتـــــــــــاج يې دعرب اودعجـــــــــــــم يم
چې په دې کې لايار وايي جــــــــــاويدګرم دی
ګرم يم، ګرم یم خلکــــوګرم یم، خلکو ګرم یم