افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1024 شاعران8487 شعرونه
غزل
نا ترسې ښـکلې ســتم مه کوه نور
پر رقیـــــــبانو کـــــــرم مـه کوه نور
که کرم کـړې پر خپل جانان یې وکړه
زه در سره یــــــمه غــم مه کوه نور
راشـه تر خــــوا راته سنګر ونـیسه
د بازارۍ پیــــغلې چم مه کوه نور
د بـــــــــیرته تلـو خبر دې مه راکوه
داسې خـــــــــبرې صنم مه کوه نور
راشه چې دواړه زه یا ته شوو سره
خــــبر د من او مـــــنم مــه کوه نور
زه خـــریدار یــمه، خـو ستا د جنم
دا بـــــدلول د جـــــنم مــه کوه نور
په خـپل مخلص باندې پیرزو جانانه
د اورولـــــــــو د بـــــم مـــه کوه نور