افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1605 شاعران10604 شعرونه
غزل
سعيد لودين
لوړ هغه څوک دﺉ چي قدم يې پر قدر ايښی وي
نې زخمي کړي د چا ګــوتي نې پر سر ايښی وي
زړونه که سخت سوه خو يو راز يې دﺉ په دغه ځای کي
چــا په سينو کي ايښي کاڼي چا ګـــوهر ايښی وي
داسي بدبخـــته قــــام تــر اوسه مــــا ليدلی نه وو
چي بل ته ګټي ږدي خو ځان ته يې ضرر ايښی وي
دا چي و ما ته وي خواږه ټوله په خوند کي خواږه
هغو کې ستا د خوږو شونډو لږ اسر ايښی وي
بېشــــکه بـــــــرخه ازلي ده د سعيــــد په برخه
کله يې هيڅ پر اوږو نه وي ګای يې غر ايښی وي
۷/ مارچ /۲۰۱۰
ورجنيا – امريکا