د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1117 شاعران8588 شعرونه
نسیم ستوری

پسرلیه !

مــه راځـه سـپرلـیـه نــن زمـا هــیـواد تـه مـه راځــه
ژوند لېـونـی شـوي پښتونـخـوا هـیـواد تـه مـه راځـه



مـه راځـه سـپرلـیـه چـې ذهـنـونـه پـه تـورتـم کې دي
اوښکو سیلاب جوړ کړ ګریوانونه ټول په نم کې دي
ذهــن خـوسـا شـوي ، دې اشنـا هـیـواد تـه مه راځه
ژوند لېـونـی شـوي پښتونـخـوا هـیـواد تـه مـه راځه



مــه راځــه سپرلـیـه د رڼــا ډيـوي هـم مړي ښکاري
هره خـوا تیاره ده ، ټول وطن مو هدیري ښکاري
دلـتـه بـده ورځ ده ، دې لـیـلا هــیـواد تـه مـه راځـه
ژوند لېـونـی شـوي پښتونـخـوا هـیـواد تـه مـه راځه



مـــه راځـــه سپرلــیه چــې پـــه ویــنــو لـمـبـدلــي يــو
مونږ د بیلـتانــه څـپــو پـه غـېـږه کــې نـیـولـي یــو
مونږ چې آزاد نکړې نو بیا بیا هیواد ته مه راځه
ژوند لېـونـی شـوي پښتونـخـوا هـیـواد تـه مـه راځه



واوره ای سپرلـیه ! وچ خـزان درپسې ګــرځـې تــل
تـه لا څـه خـبـر ئـې قــاتــلان درپسې ګـرځـې تـل
جوړ چـې کـړې رنګـونـه پـه ګـډا هـیـواد ته مه راځه
ژوند لېـونـی شـوي پښتونـخـوا هـیـواد تـه مـه راځه



رابــه شــي سـپرلــیـه دا وعــده راسـره وکـړه تــه
شــاړې بـه هـم ګل کـړي یــوه شـپه راسره وکړه ته
امـن چې رانــه وړي په خندا هیواد تـه مــه راځـه
ژوند لېـونـی شـوي پښتونـخـوا هـیـواد تـه مـه راځـه



رابـــه شــي سپــرلـیـه ښــایستـو نــه بــه نــاري وهــي
بــاغ د وجـود ګـل بـه شـي فکـرونـه بــه نـاري وهي
وائې نسیم ستوری اوس په غلا هیواد تـه مـه راځه
ژوند لېـونـی شـوي پښتونـخـوا هـیـواد تـه مـه راځـه

د شاعر نور شعرونه ←