د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
مت خان خادم

پښتو

دمره ورته اړ یمه
بې له پښتو مړ یمه



خامخا به پړ یمه
سر د نوي لړ یمه



زړه مې له رنګونو ډک
څه که په رنګ خړ یمه



ته له څروې لوړه يي
زه له چینار لوړ یمه



څومره ده غني پښتو
زه خپله انپړ یمه



لاس راغزوا ګني
لویږمه په زوړ یمه



بیا خادم مین یم
بیا د سزه وړ یمه

د شاعر نور شعرونه ←