د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
بادشاه الدین مشکور

د نوي کال رنګونه

د نوبهار ګلونه ، دنوي کال رنګونه
د ګل رخسار خالونه ، د اننګو اورونه
نن خوراوشينده جانانه
نن خوراوشينده جانانه
***********
نوروزته راشه ګلې ، چې ښايستونه راشي
ستا د راتلوسره به ، چم ته خوندونه راشي
زما دردمند زړګي ته ، به ټکورونه راشي
د پسرلي موسم دې ، دپسرلي عطرونه



نن خو راوشينده جانانه
نن خوراوشينده جانانه
************
نن سينګارونه وکه ، چې ديدنونه وکړم
جانانه ستا درخسار ، به صفتونه وکړم
ستا د ګلرنګو سترګو ، به تعريفونه وکړم
د سرکو شونډو خوږې ، دا پتاسې قندونه



نن خو راوشينده جانانه
نن خو راوشينده جانانه
**************



د بهارونو ورځې ، د بهارونو شپې دي
هرخواچې ځې خوندونه ، هرخوا مزې مزې دي
يو د مشکور سوالونه ، بل خواته ستا نخرې دي
دا غرونه غرونه زلفې ، دا عنبرين تارونه



نن خو راوشينده جانانه
نن خو راوشينده جانانه
*************
خوست

د شاعر نور شعرونه ←