پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
دهيلو پسرلې
پسر لېه درا تلو سره خوله خلا صه په خندا کړه
د غفلت دخو به ويښ مړاوي ګلونه د صحراکړه
زموږدګران هيواده جوړکړه ښايسته ننداره تون
تما شا ته ېی په خپله را دعو ت ټو له د نيا کړه
چې غېږخلاصه کړي د وه ورو ڼه يو او بل ته
ددي دوو وروڼوپه مينځکي حقيقي مينه پيداکړه
د ا نفا ق اوکرکه زموږ دکوره و با سه په خپله
دا ناجوړ او خوا بدي وروڼه بياسره پخلا کړه
دې خزان ځپلي زموږدخلګو زړونه لا پخوادي
بيا په ډېراحتياط ګذرپه صداقت زموږپرخواکړه
موږ ستړي اوستومانه يوله جنګه نورموبس ته
زموږ به مينځ کښي را ا يجا دسوله صفا کړ ه
دنفاق او بېلتا نه بېرغ چي چا وي پورته کړی
د ا و لس په مينځ کښې ډ ېر ژ ر بر ملا کړه
ديووالي لار چي چاوي غوره کړې انسانې ده
هغوی ټوله په يوه زړه يوه خوله يوه صلا کړه
دا درنګارنګ ګلونوبڼ چي وينې زموږکوردی
په همدي ښکلاېی ښکلئ ترنن ورځي لاسباکړه
د جفا ورور دنفا ق پرلورروان دی نه پوهيږي
دوروری پرلاره سم ېی په شيوه دسولي بياکړه
راوړه دلته راوړه ښه پېغام دسوله ا يز ژ وند
په رڼا کښي ېی دسولي يو دبل سره اشنا کړه
چي په خپلې غوره کړې وي چاتل لاره دجنګ
ټو له پوه لکه پوهان دسولاايزژوندپه معنی کړه
په ساړه ژمي کي ستا په قدر پوه شوو پسر ليه
زموږ په حال لږ ځا ن خبر تر بل هر چا کړه
دهر ګل په پېژندوکښي رنګ وبوي وي موثره
ګلاګله پسرليه ما دخپل وطن په مينه مسما کړه
وينم دوطن د ابادۍ خوبونه زه په توره شپه کي
د ورځي په رڼا کښي مي خوبونه را رشتيا کړه
مو ږ چي ستا سره همراز شوو درازونوپسرليه
ته هم زموږسره پرخپل کړووعدوباندي وفاکړه
دانا خوالي اونا سمي مو را سمي کړه با د ا ر ه
زموږ د ګران وطنه ليري د نفا ق لويه بلا کړ ه
ربه غواړ م ستا په فضل وکرم نوئ کال سوکاله
د و طن په با ب قبو له د فا روق دغه دؤعا کړه