د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
نقيب احمد قريشي

را با ند ي ګرانه خو يې

ستا پر تندي باندي چي
زلفي راټال سي ګراني
سم داسي ښكاري راته
لكه سپوږمۍ چي ترنده ونيسي
يوه خوا يې توره سي تياره ښكاريږي
هم داسي ستا دا ګل ورين مخ
دغه زرين مخ
چي توري څڼي پرې راوځړيږي
سم دقصاپ دقصابۍ غوندي
زه او زما ورته ياران
بس پرې راوځړوې
------
اې ګوره تاته وايم
څه مي ارام پريږده ته
او
ويني ته مه څښه اوبه وڅښه
نقيب ملنګ خودي وڅنګ ته پريږده
--------
ستا پرتندي باندي چي
زلفي راټال سي ګراني
سم پسرلى ترې جوړسي
شاوخواټولي سيمي
ګل وي ياران وي اوسايه دغرمې
-------
نوګراني تاته وايم
راباندي ګرانه خو يې
خو نن دزړه له تله
درته ښېرا كومه
خوخفه كيږې به نه
[ خدايه نرى باران پر وكړې
چي شال يې لوندسي دشړۍ محتاجه سينه ]

د شاعر نور شعرونه ←