د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
احمدجاوید منګل

ګرانه

لۀ مــــــــــــاغېردې بل ترڅنـــــــــګ نيولی ګرانه
خړغبارمې ځکـــــــــــه رنګ نيـــــــــــــولی ګرانه



د ژوندون پۀ څــــــــــــــۀ بې خونده کنـــډؤ راغلم
مينې،ســـــــــــولې ځای مې جنګ نيولی ګرانه



هغـــــــــــــه زمــــــــــــوږ خوږې کيسې دغرولمنې
نن دسروتوروغورځنـــــــــــــــــــــګ نيولی ګرانه



څــــــــــــــــــوکه صبر،صبر وايم صبرنۀ شـــــــــــــــو
ميراتمړی زړۀ مې ننــــــــــــــــګ نيـــــــولی ګرانه



خونداورنګ يې اوس دوړاندې غوندې نۀ دی
زوړچـــــــايبر مولکــــــــــــــه منــــګ نيولی ګرانه



يارجاويد نه لونګ غـــــــــــواړي کاش غږ وشي
ازغن بوټي هـــــــــم لونـــــــــــګ نيـــــــــولی ګرانه

د شاعر نور شعرونه ←