افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
پسرلی
په هر لوری اتڼونه راته خاندی دنګ دنګ غرونه
مستی پیغلی می یاغی شوی ښکلوی د غروسرونه
بیا په بڼ کی شورماشورشو بیا بلبل په بڼ راخورشو
بیا دهقان و بیل ته لاس کی بیا ځمکه باندی شور شو
بیا لاله بیابان کی خاندی بیا غاټول سرکی راپورته
ویدو ونو کی مسکاشوه بیا ښکلا کی سر راپورته
یخنی ولاړی ژمی ولاړی داسی ښکاری چی بهار دی
دا بهار مو مبارک شه بهار ستاسو وخت د کار دی
راشی وکرو ګلونه راشی مست کړو دا فصلونه
راشی ورکړو سره لیچی کړو بیدار ویده باغونه
را بیداره دا بیدیا کړی په هر لور ښکلا ښکلا کړی
سوله سوله او هستی مو نن د هر ماشوم په خوا کړی
راشی راشی ای یارانو را پاچیږی وخت دکار دی
دغه وران ویجاړ وطن مو د لسیزوانتظار دی
نوزادی وایی راپاڅه مټی نغړه وخت روان دی
دا بهار مو مبارک شه داد ژوند ښايسته دوران دی