پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
ژمی تیرشو
ژمی تیر شـو پـــــــــــــسرلی وایـي روان دی
بیا تـــــړلی یې زمــونږ پــــــــلور کاروان دی
غواړي شین ټغر په ځـــــــمکه کې هوارکړي
په چمن جــــــــوړ د بلـــــبلو چـــــــــغهار کړي
د جګړو دا خپور ټغر را څـــــــــخه ټول کړي
دښتې غـــــرونه راته ښکلي په غـاټول کړي
پسرلی غـــــــواړي چې وچ د سـترګو نم شي
ژړا کــــــــمه شي غـــــــــــمونـه مو لږ کم شي
خـــــــــلک پاڅـــــــــــېږي پـټیو ته روان شي
په ګلــونو ښـــــــــایسته بـڼ او بوسـتان شي
ځـــــــمکه شنه شي په غنـمو ښــایسته شي
ډېره ښــــــکلې شي وریـښمو نه پسته شي
بوټی ورک شـــــــي له هـــېواده د کـوکنارو
بڼ ښایسته شي پــــــــه ګلــــــــــونو د انـارو
هـــم غـــلې او هم مــــــــــېوې شـي پریمانه
قیمـــــــتي ورکـــــــه شي هر څه شي ارزانه
په دې شـــــرط به ســــــپرلی راولي دا ټول
چې مــــــونږ واړه په یــــــوه ټــغر شوو ټول
یو ولس شو ولســــمشر زمــــــــونږ یو شي
هسي نـــه چې هر یو بل یو تــه بـــــــــبو شي
نورو خلکوته شا واړوي ځــان مــــوړ کړي
بلـــډنګونه او قـصرونه ځانته جـــوړ کړي
درې څلور یې تــــــــذکـــرې تــــــا بعیتونه
راته وکـــــــــــري هېواد کې نــــــــور غمونه
چې ځــــــــان ګوري بل ته واچوي ځان کور
پــــــــــه دونیا او اخـــــــــــرت به وي مخ تور
داسې خلکو ته ســــــــپرلی کلــــــــــه راځي
پر ګــــــــــلانـــــــــو ګــــــــلالی کلــــــه راځي
پسرلی بــــــــــه ترې مــــــــــــــدام وي مـرور
د خــــــــــــزان باد بـــــــــــه پرې تـــل وي برابر
نــــــــو راځئ د خــــــــــدای لپاره افــــــغانانو
سره یـــــــــــو شئ د یـــــــــــــوه وطن بچیانو
له نفــــــاق څـــخه لاس واخـلئ په کرار شئ
لکــــه ورونو یو له بـــــــله څــــــخه ځار شئ
د وطــــــــــــــن د جــــــــــوړولو په خدمت کې
یو له بلــــــــــه څڅه مـــــخکې شئ همت کې
د جــــګړو ټـــــــــــغر مــــو ټول کړﺉ له وطنه
کارغــــان وشـړﺉ له بڼــــــــــه لــــــــه چـــــمنه
د ورورۍ لاســــــــونه ورکړﺉ هـــر یو بل ته
د یو والي خــــــوږ پیــــــغام راوړﺉ کابل ته
لږ خــــــبر شئ د بې وزلو لـــــــه احـــــــــــواله
خپلې خویندې ورونه خلاص کړﺉ نورله سواله
په هــــــــــمت سره دا وږی مـــــلت موړ کړﺉ
د جــــګړو دغه بل شوی اور مـــو سوړ کړﺉ
تـــویې نشي دلــــــــــته نورې زمـــونږ ویــنې
نه په ویــــــنو زمونږ اوښــکې شـــي رنګینې
بـــــــیا بـــه هـــــــله پــــــسرلی کلــــي ته راشي
په هـــــــر بڼ کې به مو هــر ګل په خــندا شي
د مخلص په دوعــــــاګانو کــــــــــه څه کېږي
که خــــدای وکـــړي دا وطــن به مو جوړېږي