د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1605 شاعران10604 شعرونه
سلطان جان کليوال

اجمل خټک ته !

د خدای (ج) بخښلي اجمل خټک په ياد



هغه اجمل،هغه شاعر، هغه اديب اجمل
هغه غني، هغه پاچا، په خوی غريب اجمل
هغه پشتون، هغه ميړه ،آ د ايمان خاوند
هغه خپل قام هغه خپل رب ته ورقريب اجمل
نن پاس په عرش کي د الله د مرحمت ميلمه شو
د پيغمبر (ص) او د يارانو د عزت ميلمه شو
د ده قلم، د ده ايمان دده تقوا ته سلام
دده په څير د پښتنو هر يو بابا ته سلام
۱۹ مارچ، ۲۰۱۰
انټريو، کاناډا

د شاعر نور شعرونه ←