پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
بې رحمه ګاونډی
ګاونډيه خوبې رحمه
له مېړاني اوحياعاري خصمه
دمظلوم ګاونډپه ضددي
له ظالم سره لاس مل کړ
له خپل قصرله جګ بام دي
زماجونګړه کي اوربل کړ
ددې اوردلګولواورلګيت دي
زماناپوه ماشوم په جيب کي واچولو
دتالان لپاره راغلې
په پلمه داوروژلو
.....
ددې مېني په ويجاړوسردروکي
سوځيدلي ئې کورونه
نسکورشوي ديوالونه
ديوه مات څلي په څنګ کي
ديوې وچي وني لاندي
وراني شوې خوني خواکي
څوشېبې مي ارام پرېږده
لږدغورفرصت راکړه
يادکرکي داظهارلږمهلت راکړه
له هغوچي ملک ئې وران کړ
په خپل ولس کي ئې دوينوسيل روان کړ
زمادکليوورانولوپه بهائې
زمادوروڼودوژلوپه قيمت ئې
دغليم پوره ارمان کړ
لږمي پرېږده دستومانه خلګوخواکي
چي جګړوځورولي
فقروېري کړولي
ځورېدلي لږدزړه خواله ته پرېږده
شړل شوي لږخپل کورکاله ته پرېږده
له يوه بل نه ئې پوښتوته پرېږده
دزخمونودعلاج پوښتوته پرېږده
پلاردزوی دپرهارليدوته پرېږده
؛؛؛؛؛؛؛؛؛؛؛؛؛
هغه وران هيوادچي تل ئې په لمن کي
کله ګوروطوفانونه له ختيځه
کله تېزي سيلۍ راشي له لوېديځه
کله سره سيلونه راشي له ښي لوري
کله واورودمرګ چيغي له چپ لوري
ټول کورونه راويجاړکړي
ټولي ځالي کړي راوراني
لږموقع راکړه چي ووايوپه جګ غږ
لږخاموش شئ سرواورونو
لږآرام شئ طوفانونو
ترڅوجوړي وراني ځالي
ترڅووڅنډوله مخ نه تورګردونه
؛؛؛؛؛؛؛؛؛؛؛
ماتاوده سلام ته پرېږده
دسرلوړې سروې پښوکي
چي ئې سروي تل اوچت
مخ ئې تل داسمان لورته
چي ئې نشي طوفانونه لړزولی
نه سلۍ ئې شي دملاتيرکږولی
نه سيلاب ئې شي له ځايه خوځولی
؛؛؛؛؛؛؛؛؛؛
دپښوماتووزرسووپه دې خيل کي
چي ئې ځالي طوفانونووراني کړې
سرواورونوئې منګولي وريتي کړې
نه دونوپه شاخونوکښېنستی شي
نه وهلی شي وزرونه
نه ګامونه اخيستی شي
پرېږده واوروفريادونه يودبل
پرېږده پاک کړوسره وزرونه يودبل
ددعاءاواسويليوپه څپو
اووم اسمان کي دعرش ورورټکوو
اوپه چيغوچيغووغواړوله خدايه
داتياره شپه موسباکړې
ددښمن داسرې لښکري ټول په شاکړې
زمونږدامېنه نورخوندي کړې
له سيليوله طوفانه
ددې مېني زيړی منی
ته تلپاتی پسرلی کړې
اوسمسوره پسرلی ئې
ته ايمن کړې له خزانه
؛؛؛؛؛؛؛؛؛؛
زماګيله له غليم نشته
زه که ژاړم نوددوست نادودي ژاړم
آچي غوږکي ورته وويل غليم پټ
که ښېرازه ژونددي خوښ وي زماخواکي
که له غچ نه مي ځان غواړي په پناه کي
دياغيانودباغيانوقطارپرېږده
دسرتېرو،بې پرواووقمارپرېږده
دغليم په وينابېل شوله دوستانو
په غوږوئې کړه حلقه دغلامانو
دښمن خپل ټوپک دده په اوږه کېښود
زمونږپه لوري ئې خپل لاس په ماشه کېښود
دادئ زمونږوزرونه پښې ئې کړې راماتي
وروستي نسل ته ئې تورتاريخ کړپاتي
؛؛؛؛؛؛؛؛؛؛؛
(شعروعرفان درمحک قرآن)څخه