د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
استاد فضل الله رشتین

وصال

ګنج به څه كړمه زه د در او د مرجان
چې وصال مې نصيب نه شو د جانان
ژوند خو تير شولو ټول په مشقت كښې
باقي ژوند كړې خدايه ته راته آسان
د يو ساعت وصال كه په نصيب شي
د عمرونو غم به هير شي د هجران
يو زه يم چې تل ژاړم ستا په ياد كښې
نور خلك وينم دي خوشحاله او خندان
خيال د وصال به لرې نه كړمه له سره
خير كه پاتې شي ارمان په بل جهان
چې ارمان دى هغه ستا د وصال دى
" رشتين " نه لري په زړه كښې بل ارمان

د شاعر نور شعرونه ←