د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
غلام رباني فیاض

غزل

وخانده مسکۍ شه چې ځواني راشي
ګل شه یا غوټۍ شه چې ځواني راشي
لرې کړه دوخت غم رانه لرې کړه
باد شه بړبوکۍ شه چې ځواني راشي
بیا غزالې سترګې دې راواړوه
لږه غرڅنۍ شه چې ځواني راشي
نن خو لږ پلؤ ومخ ته ونیسه
ناز وکړه جنۍ شه چې ځواني راشي
زه به مې رمه ورشو ته وشړم
ته راځه شپونکۍ شه چې ځواني راشي
ګلې د نظـــر غشــــي راوولـــه
تانده شه مرمۍ شه چې ځواني راشي



عربي امارات العین

د شاعر نور شعرونه ←