د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1494 شاعران8588 شعرونه
میرویس لاروی

ملي لوبډلي ته

دافغانستان د کرکیټ ملی لوبډلې داتلولی په ویاړ



زه د کرکیټ ملی لوبډلې دازمریان ستا یمه



زړور زړور دی خلمیان دا د تاریخ اتلا ن
زه د افغان ولس ملی نوم اونشان ستایمه



ولس پرتاسو و یاری له دغه شوقه ژ اړی
میړنی خلک زه د گران افغانستان ستایمه



اتل دتوری پهلوان دډ گرافغان بچیا ن ځلیږ ی
رپاند رپاند ملی بیرغ په ټول جهان ستایمه



حلمیان تاریخ جوړ وی د خپلو مټو په زور
دزړه له کومی هر زمان په هرمکان ستایمه



ستاسوغیرت نه ځارشم شمله موهسکه ده نن
لاروی دغه ملی ویاړ په کلک ایمان ستایمه

د شاعر نور شعرونه ←