د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
نقيب احمد قريشي

دشاعرارواح

خو يو شاعر زما په ارواح پوهيږي
زه چي يوازي يك تنها اوسيږم
له دې دنيا څه ليري
د خوشحاليو او غمونو څخه
توره تياره توره كوټه كي اوسم
دا ستا د ميني احترام په خاطر
ځكه چي بل چاته مي
ستا پر چم توري سترګي
په ناپامي وانه وړي
لا ښه كوښښ كومه
چي ستا په حق كي څه ناكي ونه كړم



---------
خود نړۍ دابې نړيه خلګ
په دي چل نه پوهيږي
دليوني لقب هر وخت راكوي
ما ليونى د ليونيانو بولي
زما د خپلوى ريښه
ددوى و څنګ ته ګڼي



---------
خو ګراني ته په خداى باور وكه چي
زه ليونى د ليونيانو نه يم
زما د خپلوى ريښه
له دوى څه ليري ده پر تا تړلې
د خوږې ميني پر دنيا تړلې
زما كوټې ته هر څوك
هر وخت راڅي بيرته ځي
ځكه د دوى په نظر
زه ليونى ښكاريږم
ددغه ميني له جهانه څخه
ښه ډير پردى ښكاريږم



----------
خو برايي د پنجشنبې په ماښام
يوه ښايسه سپيني سپوږمۍ په شاني
ځوان راغلى
زما په ارواح
پوه سوو دى
خو زه په دغه حال كي خوب وړۍ وم
سهار چي پا څيدمه
زما وسر ته څه كاذ پروت وو
باندي ليكلي داوه
] اوس هم د ليكلو او لوستلو بلا شوق لرم
اوس هم پو ورغوي ستا نامه ليكم او لولمې [
هو
شاهيد پوه سوى به وو
چي زما د لاس پر تندي
زما د زړه په وينو
باندي ستا نوم ليكلى



۱۲ حمل ۱۳۸۹
هيواد تلويزيون
كندهار

د شاعر نور شعرونه ←