افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1605 شاعران10593 شعرونه
غزل
نفس مو پخپله دغلېم غوندي شيطان غوندي دى
په دې وړوکي تن کي پروت دى دجهان غوندي دى
بېله شيطان له ماليارۍ يه کوي کښت دګناه
په دغه کارکي روزل سوي ددهقان غوندي دى
دوجودغړوښوته بد بدو ته ښه مه واياست
خير دي که زړه مو دهيواد دپارلمان غوندي دى
ښکلۍ که څومره وي سپين مخى افسوس زړه يي تور دي
په مخ صفا په زړه صفا کله جانان غو ندي دى