افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
ښار والۍ
ښاروالۍ والا چې کله رابهر شي
کراچۍ ولا به بيا څوک را حصار کړي
په بازار کې څوک دا هم ويلی نشي
چې په کور کې ماشومان راته ژړېږي
کراچۍ والا ې چې کله کورته لاړ شي
خپل بچيان يې ترې نه ګرد چاپېره تاوشي
وې! پلار جانه نن دې موږ ته څه راوړي
څه خبر دي چې په پلار غريب ګزار شي
چې اختر ته خو يو څو ورځې شي پاتې
ښاروالۍ والا به بيا څوک راحصار کړي
وی! بچي مو مږ نه غواړي ښې جامې
ښه بوټان او ښې څپلۍ او جرابې
د دولت په پېسو کله دا کېدای شي
شابه راکړه ګنې ځان دې ځغلوې
که هوښيار ېي خو پېسې راکړه غريبه
ګنې ټوله ورځ دې ځان وزګاروې
کراچۍ والا مجبور شي پېسې ورکړي
بيا به واېي دلته ما به در وې
ای عزيز کريمي بس کړه قلم کېده
ګنې ځان دې د قلمه خلاصوې