د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1605 شاعران10593 شعرونه
رفيع الله زيار

غزل

هغه ناز هغه ادا، زما په سترګو کـــــــې انځــــــور ده
هـــم ښايست هم د ښکلا، زما په سترګو کې انځــور ده



رڼو ستورو د شغلو نه ډک لاسونه راوږده کــــــــړئ
د سپوږمۍ سپينه رڼا ، زما په سترګو کې انځــــور ده



زه چــې لته دې دنيا ته ورکــــــــــومه په دې پوى شه
چې يوه ښکلي شان دنيا ، په سترګو کــــــې انځور ده



پښتنه ده داســـــې پاکه لکه حــــــــــوره راته ښکاري
د اينې غـوندې صفا ،زما په سترګو کـــــــې انځور ده



څښل څه چې ته به ځان پـې غــوپه کړې ؛ داسې ډنډه
دې شرابو اې ملا! زما په سترګـــــــــو کې انځور ده



ګوره نن سره يي زه زيار توپير کـــــــــــــولى نه شم
کوم تاريخ ؛ چې کربلا ، زما په سترګو کې انځور ده

د شاعر نور شعرونه ←