د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
نسیم ستوری

مبارک شه

ذهـنـونـه چـې ډيـوي شـوي دا رڼــا مــو مـبـارک شـه
ای ټـولـو پـښـتــنـو دا پښـتـونـخـوا مـو مـبـارک شـه



خېبر ئې تل دستار دی او پښتونخوا ئې همیش تن
په سر هسـکـه شـمـلـه تــل د بــابـــا مــو مـبارک شه



جذبــه د قــام د مـیـنــې پــاریــدلــي پــه وجـــود کــې
غـېـرت ویــنـــې راخــپـلــه کــړه لـیـلا مو مبارک شه



روحــونــه دي خــوشــحــالـه د ولـې بــابـا او اجــمــل
بــاچــاخــان نــظریــو کــې هــره ســاه مـو مـبــارک شه



موجونو ځان سینګار کړ فکر مست خمار اتڼ کړي
د میـــنــې محـــبـــت نـــــوي دونـیـا مـو مـبـارک شــه



د ژونـد لفـظونه ناڅي نسیم ستوریه جوړ اختر دی
مـنـزل پـه لـور ګامـونـه پـه بـیـا بـیـا مـو مـبـارک شه

د شاعر نور شعرونه ←