افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
ښكلي يي جانانه څومره ښكلي يي
هرچيرته چي درومي نومنلي يي
خلـك به دي قدر دښـــكلاكوي
ماله چي راځي نـو نازولـي يــي
سترګي دشرابـوډك جامـونه دي
هرخواته چي ګوري خوبولي يـي
ستادشرابي شونــډونه ځارشمـه
ماله كه يي راكړي نوښاغـلي يـي
سره سره اننګي لري ګلاب پشان
حــسن دي سيوا دي نامولي يي
ځارشه دشيرزاد ښايسته غزل له تا
ده په څو بيتونو كښي ستايلي يي