د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
اجمل جماليار

سوله

نوم دجنګ دسترګوبدلول غواړو
دومره مودجنګ له نوم نه کرکه شي



غواړوموږ سپرلي ددوعالپوکي
خدايه ج چي پرې شنه موشاړه ځمکه شي



ټول به په يوه ټغرراجمعه شي
ملک کي که جرګه لږه چابکه شي



لڅ سربه پربام دخوښۍ وګرزي
نن صبابه سوله پېغلچکه شي



سپک دي جمالياره په دونياکي وي
کوم سړى چي خوښ زموږ په سپکه شي




کوټه

د شاعر نور شعرونه ←