د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
نقيب للمه وال

غزل

د عشق په دښته کې مزلې وې چې تلمه ياره
زړه مې پردى وه پښې مې شلې وې چې تلمه ياره
په کوم مالت کې د اشنا مې چې اشنا اوسېده
د رڼا ګانو ډيوې بلې وې چې تلمه ياره
تا د هجران په سختو لارو کې اغزي راشيندل
د هر قدم لاندې خزلې وې چې تلمه ياره
څنګه دې هېرې شوې او څنګه دې له ياد ووتې
ما په تندي درته ليکلې وې چې تلمه ياره
خندا وه ته وې چې نقيب به ستا له مخ تېرېده
رقيب په زړه پورې نيولې وې چې تلمه ياره

د شاعر نور شعرونه ←