افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1661 شاعران10764 شعرونه
غزل
لکه څړیکه دپرهر په اینه کی
چی ښکاره می شی دلبر په اینه کی
یا د دی درد غوندی همیش په زړه کی ساتم
انتظار دی دنظر په اینه کی
ته چی یاده شی هرڅه زما نه هیرشی
رانه ورک شی خپل بشر په اینه کی
په شغلو د مخ دی سترګی زما بریښی
ته رڼا کړی لکه لمر په اینه کی
دعزیز وطنوال درد غزل کی ستایی
څه نخری کوی دلبر په اینه کی