افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غزل
تسل تسل قرار قرار د زړه سلګو ته راکه
لږ غزونې مې دې ستړو اسوېلو ته راکه
سحر سحر شبنم شبنم شه د هر ګل په ليمه
څه رنګينۍ د سوي مخ مې اننګو ته راکه
حيا حيا خندا خندا شه د ښکلا ميرمنې
لږه خوښي د غم څپو کې خندېدو ته راکه
سپرلى سپرلى وږمه وږمه شه د سحر نسيمه
د عشق غزل په نرمو شونډو اورېدو ته راکه
کتل کتل زخمي زخمي زړه ته ټکور دى اشنا
مړاوي کاته راته د اوښکو وچېدو ته راکه
طاهر دروېش په ډوبې ډوبې خندا مه اېښوه
شرنګ د بنګړو د سپينو لېچو ويښېدو ته راکه