افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1496 شاعران8588 شعرونه
غزل
نن که ورځ د يار د وصل او وصال وي
قبول شوى به زما برخه کې سوال وي
يک تنها زه بې جرسه بوت ولاړ يم
بې شبنمه د ګلرخ به څه جمال وي
اوس چې ستا د عشق سندره شوله ګرانه
لاس په خوله به هر محفل کې زما حال وي
لېونتوب د عشق هم نيمه پاچاهي ده
هر تعويز کې بس د يار د زنې خال وي
بيا به هله نقيب خپل کلي ته راشي
چې مالت کې ستا د مينې سره سيال وي