افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
غمونه می خو شیږی ستا یادونه چه پکی دی
خوبونه می خوشیږی ستا خیالونه چه پکی دی
دســــــــتورو دک آسمـــــــــان ته چی زه گورم
هر ستوری ته په مینه ستا نظرونه چه پکی دی
هر لفظ د غزلو نو زه په میــــــنه باندی لو لم
په تیره هغه شعر ستا لفــــــــظونه چه پکی دی
په بن کی هریو گل ته شه په زیر زیر باندی گورم
دازکه ستا خوشی سره گـــــــلونه چه پکی دی
زرگی دی شه جوخـــــــــت راته مــــــیلمه کره
دیر گران دی راته زکه دیر ستا دردونه چه پکی دی
خوشیږی می دی سترگی نه پو هیږمه چه ولِی؟
خو دومره په پو هیږم ستا رازونه چه پکی دی
پیکی که دی زرگیه ته می ته خپل نوم ورکری
دستا کتاب شکاریږی ستا شعرونه چه پکی دی