د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1496 شاعران8588 شعرونه
میرویس لاروی

ګناه

خپل بیگانه می ژړوی ولی گـــــــــــــــــــناه می څه ده
دغم په اور می سوزوی ولی گنـــــــــــــــاه می څه ده



یمه افغان خو خپل افغـــــــــــــــــان مـــــــــــــــی وژنی
په یوه رنگ می رنگوی ولی گنـــــــــــــــاه می څه ده



زما ژونـــــــــــــــــدو ن یی نن په اور سیځـــــــــــــلی
اور دغمنو پرما بل دی لاروی ژړیـــــــــــــــــــــږم



په یو اوبل می خرڅوی ولی گنــــــــــــــاه می څه ده
زما جونگړه ورانوی ولی گـــــــــــــــــــناه می څه ده



زه چاته ورشم له چا تمــــــــــــــــــــــــــه وکـــــــــــــړ م
هر څوک می ځانته نڅوی ولی گناه مــی څه ده



لاهو په سمندر کی دغمونو زما لاس ونیســـــی
دغم څپي می ډوبوي ولی گنـــــــــــــــاه می څه ده

د شاعر نور شعرونه ←