د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
عبدالرشید مخلص

غزل

بینوا کې مې د کنړ سیند د مشاعرې خبرتیا ولوسته او دې درنې مشاعرې ته مې لاندې غزل ګوټی ډالۍ کړهیله ده د ښاغلي عبدالله نظامي په ښکلي غږ د مشاعرې په غوڼده کې ولوستل شي مینه او درنښت



سم به نه شي دې هېواد کې د سرکار کار
زوی به پرې نږدې هیڅ کله د خپل پلار لار



د کـــونړ د سین څپي زما سړي وړي
پرې روښانه پـيښور او د نوښار ښار



په ټــــپي بـــدن دې وار رابانـدې وکړ
درسکه اخـــــلمه غلیمه پخپلوار وار



ما د مــینې کــچکول یـــوړ تر بازاره
بیرته ستون شومه د مینې له بازار زار



بیا په مــــــینه او په مــنډه ورته خېژم
کــــه یې مـــاته درولی وي دلدار دار



دا لیلا یې څومره ښکلې جوړه کړې
شــــمه سل ځـــله له لاسه د نجار جار



د مخلص له خولې به ځکه لوګی خېژي
چې بـل شوی یې په زړه دی د انار نار

د شاعر نور شعرونه ←