د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
اجمل جماليار

نعت

زړه کي مي تاته ددرتتلو تلوسه نڅيږي
دخيال څپه مي ستاپردنګه مناره نڅيږي



کاروان دژوندمي دګناپه کږلېچونوسردى
دشفعت مي تل په شونډوزمزمه نڅيږي



لکه شبنم اورې مي تل دزړه دګل په باڼو
ديادلمن کي مي ګنبده زرغونه نڅيږي



توبه به دروړم چي درځم ستادخاطرلپه کي
مديني سوچي کي مي داستاهره کوڅه نڅيږي



دګناه بحرکي اوس نوررانه ساحل ورک شوى
حبيبه ستادنظرکوم ځاى جزيره نڅيږي



مدينې خيرکه جمالياردرځني ليري اوسم
مينه دي زمادتن په هره کناره نڅيږي

د شاعر نور شعرونه ←