د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1605 شاعران10593 شعرونه
زرلښته حفيظ

مورته ليک

مورې مورې زمامورې ته به زما تصويرته ګورې
چې خيالوکې دې حضورکړم بيا خو وايم جنت هور يي



ته به داسې فکروکړی زه ماڼيو اوپه بنګلو کې
لکه زرکه به تاويږم دژوندون په هرې لورې



خو ژوندون مې داسې نه دی لکه څنګه چې ته اورې
ستاخوږې مينې يادونه له هرې خوانه په ما اوري



داترخې دغم شېبې دي چې په ماباندې تيريږي
هره يوه دغم ګړۍ ده دا په ما چې حسابيږي



چې اواز دې کله واورم د ګلاب په څيرغوړ يږم
په خوله تاسرخنداکړم خوپه سروسترګوژړيږم



مورې مورې زما مورې ته به زما تصويرته ګورې
ډيرسوالونه د ديدن کړې زما راتګ لارته به ګورې



راته و کړه دوعاګانې راته راکړه خندا ګانې
چې زه هيره کړم غمونه دبيلتون دا ژړا ګانې



ستاتش نوم نه زه لوګې شم ستا يادوته سپيلنۍ شم
چې بيلتون دې راپه ياد شي زه بې خوده ليونۍ شم



ددنيا په خو ماڼو کی زړه مې ستا دمينې داغ وړي
څه بی ساري ده ستامينه ستا دمينې نه څراغ وړي



ددنيا ښادي دې ستا وی خويوستا ديدن زما وی
اې زما خوږې مورجاني ژوندبه ماسره پخلا وي



دابه څه خوږ شيبه وي ديدنونه دلاسا شي
مسافردډيرعمرونوخوږ وطن غيږۍله راشي



څوک به ژاړې څوک به خاندې خوزه ستامخ ته به ګورم
مورنۍ مينې ته تږې ز ه بلبل ګلرخ ته ګورم



مورې مورې زما مورې ته به زما تصويرته ګورې
ستا بچي خواره واردي د(حفيظ )دزړه ټکوريې

د شاعر نور شعرونه ←