د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
عزيزالله شريف زاد

دلته او هلته

دلته نڅاده هوس ده او اتڼونه دي
هلته امبار خاورې د ارمانونو دي



دلته جوړې بر نامې مجلسونه دي
هلته ساړه، يخ او سره اورونه دي



دلته سکون ارامې او خوندونه دي
هلته واويلا له ويره ډک غمونه دي



دلته ظالم او مظلوم په يو روان دي
هلته د زورظلم يو پنډ پيغامونه دي



دلته د خوښۍاو خيال کارونه دي
هلته د ناروا کارونو ډيرامرونه دي



دلته ويديو کليېپ رنګارنګ په مودونودي
هلته د بې وزلو يتيمانو کونډو کتارونه دی




دلته استعباد په درانه خوب ويده دي
هلته ېې ډزې جنګ جګړه په وارونو دي

د شاعر نور شعرونه ←