د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
واحديار عبدالرحيم زى

غزل

سوله وحدت غواړي رڼا غواړي
مينه محبت غواړي وفا غواړي



ورشه اي ريباره لږ يي پويه كړه
ستا خواږه كاته خوږه خنداغواړي



نه لري ارام دوران وطن په چم
زړه مې داټك دسين هوا غواړي



ويښ شه اي زلميه سترګي پورته كړه
پيغلي دوطن غيرت له تا غواړي



څوبه يي ويده داسارت په خوب
داباغ اوبڼوڼه وينه ستا غواړي



تل به يي ځلانده وي تاريخ كي نوم
څوك چي له اغيار سره غزا غواړي



ختمې دې تيارې كړي دقلم په نور
څوك چي دوطن غيږ كې سبا غواړي



څوبه واحديار وايي چي پورته شي
داپردي لښكرخووركيدا غوغواړي

د شاعر نور شعرونه ←