پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
وطنه!
محمد ویس زلمی (عبدالرحیم زی) د لوګر ولایت د محمد آغی ولسوالی
مدام د ویاړم دنګو غرو باندی وطنه ستا خړو ډاګو باندی
یو موټی خاوره به دې ورنکړم چا ته په زرو او نقرو باندی
په تا می پلار او نیکه ننګ کړیده
زه به هم تا باندی ننګونه کووم
که دومره نوری وینی توی شی زما
وطنه ستا به خدمتونه کووم
دښمن تل را نه سر ټیټی تللی سر به جګ نکړی په عمرو باندی
یو موټی خاوره به دی ورنکړم چا ته په زرو او نقرو باندی
زه د میرویس او اکبر خان بچی یم
د احمد شاه او ایوب خان بچی یم
زما په ټنډه د غیرت نښه ده
دا می نښان ده د افغان بچی یم
چی می ورکړیده څپیړه په مخ اوس هم کاڼه دی په غوږو باندی
یو موټی خاوره به دې ورنکړم چا ته په زرو او نقرو باندی
څوک به په سپینو او یا په سرو ویاړی
وما قبولی ستا سپیرې خاورې دی
په خپل ایمان او عقیدو ولاړ یوو
هر وخت پاس کړی مو اوږدې لارې دی
تل مو ساتلی یی د تن په وینو پروا مو نشته په سرونو باندی
یو موټی خاوره به دې ورنکړم چاته په زرو او نقرو باندی
زما ټوټی ټوټی او وران وطنه
ما ته له خپله ځانه ګران وطنه
لاس به تڼاکې ستا خدمت کی کړم
تا به اخر کړمه ودان وطنه
زلمی جان ویاړم ستا بچو باندی فخر کاندم تاریخو باندی
یو موټی خاوره به دې ورنکړ چا ته په زرو او نقرو باندی