د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10515 شعرونه
ویس محمد زلمی

غیرتی ځوان

(عبدالرحیم زی)
هغه ځوان چی د وطن په درد دردیږی
په دنیا او آخیرت به نه شرمیږی
که کلونه وی پخوا نړی نه تللی
د غیرت نوم به یې خلکو کی یادیږی
چی د قوم د خپلواکی په مخ کی مړ وی
ملایکې ورته خاندی خوشحالیږی
تل تر تله په رګونو کی ژوندی وی
هغه وینه چی پدې لار کې تویږی
په وطن او په ناموس چی غیرت نکړی
هغه خلک به په کومه خوله خندیږی
چی د بل د غلامی په سوچ کی غرق وی
شرم نده چی پدې ځمکه اوسیږی
دلته اوسپنی ایمان دی ټکر شوی
دلته څلی د غازیانو راښکاریږی
دلته وینی په رودونو کی راغلی
شهیدان می د تاریخ په مخ ځلیږی
صد افسوس کووم په حال د هغو خلکو
چی په خپل کور کی د بل ډول ته ګډیږی
د غیرت په توره مړ شه زلمی جانه
هسی نن وی که سبا کډې باریږی

د شاعر نور شعرونه ←