پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
غـز ل
ژوندتصويراخلم پيښه دانځورګركومـــــــــــــــــــه
دشاعرۍ په نوم بس هسي يوهنركومــــــــــــــــه
دزړه كعبه كې مي پنځه وخته خپل رب يــــــــادوم
هرالله هو ،په ترنم لكه شاعركومـــــــــــــــــــــــه
ماهم دميني په مذهب باندي ايمــــــــــــان راوړى
زه هم اوس هرمتابعت دپيغمبركومـــــــــــــــــــــه
دعشق مسى (ع)نه به دميني كتاب ټول ولـــــولم
دكوه طورپه لاره ځمه يوسفركومـــــــــــــــــــــــه
دښاپيريومدرسه كې مي بګړۍ تــــــــــــــــــــړلي
دمستوپيغلوامامت به په ګودركومــــــــــــــــــــــه
دسترګوجنګ كوم جې زړه ته مي څه مينه راشي
يواځي زه يم چې دخيرلپاره شركومـــــــــــــــــــه
نورپكې څه دي خويواځي يوجانان دي پـــــــكي
ديارلپاره احترام دټول شلګركومـــــــــــــــــــــــه
مبين اشناكه مي ريښتيا دزړه له حالــــه پوښتې
داشاعري خوهم دښكلوپه خاطركومـــــــــــــــــه