د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
یعقوب شاه ببرکزی

غزل

غزل







چې لاس تړلی ساه نیولی زه تر کوره راغلم



د جنت لاره رانه ورکه وه تر موره راغلم







عزراییل لار راته نیولې ماله تانه اخلي



دمحمد سپیڅلې مینه وه تر ګوره راغلم







خوښ په خلوت کي یمه لږه شان دمه به واخلم



ناصحه هسي هم د چم له شر او شوره راغلم







ژوندون عبث مي هسې ندی راتېر کړی خدایه!



هلته بدمرغي څېرې ډېري وې له توره راغلم







افسوس اوس هم خلک له یو او بل نه لیري ګرځي



ښه سو باداره چې تر دره دي له اوره راغلم







زه ببرکزی ورته په ټوله شپه فریاد کومه



تنها د هجر و بازار ته بې غمخوره راغلم

د شاعر نور شعرونه ←