پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
جوړ افغانستان
(عبدالرحیم زی) د محمد آغی ولسوالی لوګر ولایت:
سوال درته کوم زه نور جوړ افغانستان غواړم
خاوره یې د سرو زرو خلک یې آرام غواړم
دا وطن ده کور زمونږ
دا وطن ده مور زمونږ
مور په مونږ حقداره ده
دا حق یې ده پور په مونږ
غرونه او رغونه یې ښنه او سره ګلونه غواړم
خاوره یې د سرو زرو خلک یې آرام غواړم
کړی مو خاپوړې دی
دلته پیدا شوی یوو
دلته مو تعلم کړی
دلته لوبیدلی یوو
دښتې او ډاګونه یې آباد په ښه باران غواړم
خاوره یې د سرو زرو خلک یې آرام غواړم
مونږه ځنګیدلی یوو
مورې په زانګو کې ستا
اوښکې مو لیدلي دي
مورې اننګو کی ستا
ستا د توریالو بچو ښه نام او نښان غواړم
خاوره یې د سرو زرو خلک یې آرام غواړم
حق آدا کول غواړو
ستا د تکلیفو مورې
مونږ رضا کول غواړو
ستا د زحمتو مورې
ستا شمله اوچته زه ګرانه په جهان غواړم
خاوره یې د سرو زرو خلک دې آرام غواړم
دغه تور تور کاڼی ستا
مونږ ته سره لعلونه دی
پیغلې او ځوانان د ټول
سره لکه ګلونه دی
تا به زلمی جان غریب تل جوړ او ودان غواړم
خاوره یې د سرو زرو خلک دې آرام غواړم