د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
میرویس لاروی

مه وژنئ

بس کړی ظالمانو ددی خاوری بچــــــــــــیان مه وژنی
نور نوپه نطفه کی زموژ دززړنو ارمان مـــــــــــه وژنی



پریږ دی چه مرغان په شنه آسمان کی پروازونه کړی
زموږ دشنه آسمان د1 ښکلی ښکلی مرغان مه وژنی



هرڅه مو تالا دی زموږ دهیلو ډیوی مــــــړی شولی
مټی نور مه نغاړی زموږ داخوار یتیـــــمان مه وژنی



زړونه ستاسو تور دی پکښی هیڅ ترحم نشــــــــته ده
دا خلک مظلوم دی بس کړی نورمظلومان مه وژنی



ټول سبا بیگاته حیران ناست لاس تر زنــــــــــــــه دی
نور نو دابی وزله پلار او مورماشومــــــان مـه وژنی



لاروی اوقلم دواړه په ژړا دغه لیــــــــــــــــــــکل کوی
وایی چه نوربس کړی دا خټـــگر او چوپان مه وژنی

د شاعر نور شعرونه ←