پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
نظـــــــــــــــــم
داڅوك دي داناترسه داچې مونږ بې ګنا وژني
داولي مونږ په كوم جرم په كومه سزا وژني
دانن چې جلادان زمونږ په كوركلي كې ګرځي
زمونږ دسرسړي اودممبر علما وژني
داته چې څوډالراخلې اوڅنګ كې يي خوښ ګړځي
خير نن كه مونږ ه وژني سبا خاماخا تاوژني
دانن چې مونږه خپل كلي كي كډه په شا ګرځو
له خپل كوره وتلي مسافر په بيديا ګرځو
دغم اوانديښنوله ويره ټول په چيغوسر يو
په توروترګميوكې غمجن په ژړا ګرځو
دانن چې په لمبوسوځي زمونږ كلي ښارونه
په مونږ چې راوريږي دادرانه درانه بمونه
راوژني په زانګوكې زمونږ بې وزله اولادونه
ترڅوبه پښتنې ميندې كوي چيغي ويرونه
داولې تاناترسه هم دسرسترګې خوړلي
په سرووينودسره كړه هغه خپل مسلمان ورونه
تورمخيه تازمونږ له مرګه اخيستل خوندونه
په خپلوكې وژلوتازمونږ افغانان ورونه
داغم خونن زمونږ له كلي ستا په كورديره شو
داستا كلى ګاونډهم په اوروسوځيد ايره شوو
داستا مكر فريب ټولې نړۍ ته ورښكاره شوو
افسوس چې هلته هم خوارپښتانه په غم اخته شوو
دانن چې دسوات خلك يوله بل سره جنګيږي
سلګونه جنازې دهديرې په لورستنيږي
څوك نه وايي چې ولې داوسلې له كومه كيږي
دكوم ظالم له لورې په دې خلكوتقسيږي
داجنګ چاشروع كړى ده دكوم هدف لپاره ؟
داولې جنازې باسي زمونږ له كلي ښاره ؟
څوك وژني په ټوپكواوڅوك ورولي ترداره
زمونږ سياستوال غلي دي مزې كوي بې خاره
ډالراخلي موټرلري څه نه وايي له ډاره
والله چې په كړوخپلوبه هغوئ شي توبه ګاره
هرچاته دي مالوم تش په نامه بشرپالوونكي
دسولې په نوم جنګ راوړي هغه انسان وژونكي
زمونږ له ګډوډيودمزوچړچوڅكوونكي
زمونږه دكلتوراودفرهنګ خرابوونكي
زمونږ په چم ګاونډ كې نابللي اوسيدونكي
ښكاره داړه ماران اودانسان دوينوڅښوونكي
خوڅه وكړوڅوك نه وايي هرقتل كې يي لاس دى
دهرپښتون قاتل دى كه څوك كوزمړشي كه پاس دى
وژنې ورته پاتې له پلرونوپه ميراث دى
دروس په تيرقاتل مودى ،خوفرق يي په لباس دى
افسوس چې نن مړشوى دپښتون ملت احساس دى
كه نه نوله دې خلكوسره څه په كاراخلاص دى