د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1605 شاعران10565 شعرونه
جلال خپلواک

غزل

نن ټول ويني چې څه ده د شيطان بله څېره
اول يې راښودلي وه د ځان بله څېره

يا ګواښ شي يا زندان شي يا ترور يا کوروژنه
تر دې حده وحشي ده د جانان بله څېره



تر ټولو ښه مخلوق دی په څېره کې د انسان
تر ټولو بد حيوان د ی د انسان بله څېره



نړۍ د دلته نه کړي په چا شک د بې ننګۍ
څو ځله دوی ليدلي د افغان بله څېره

لږ پام کړه داسې نه چې دی شهيد شي ته قاتل
په دوی کې هم اغوستي مسلمان بله څېره



که خپل وي که پردي وي ګوره ټول په يوه نظر
جلاله دلته ډېر لري تاوان بله څېره

د شاعر نور شعرونه ←