افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1605 شاعران10565 شعرونه
غزل
له ډېره وخته وخت د چا په تمه كړي يو موږ
وخت د سپوږمۍ له كلي څومره لري وړي يو موږ
ښكليه وسترګو ته هم نيغ په نيغه مه راګوره
قسم په خداى دى چي له جنګه څخه ستړي يو موږ
خداي خبر كوم لور يو روان خوبس په وركو درومو
خدايزده د جنګ سېلاب و كوم لوري ته وړي يو موږ
دا مرغلري به نور خداي خبر دانه وانه كړئ
رب مو تړلي د ښايست په داسي پړي يو موږ
جرسه نور په دې تېارو پسي ډېوه راواخله
ځكه چي اوس هم د رڼا زيات پوروړي يو موږ