افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10515 شعرونه
اصل او کم اصل
(عبدالرحیم زی) د لوګر ولایت د محمد آغی ولسوالی:
خدایه تور می له دنیا نه نور زړګی ده
هرټپوس دلته جوړ شوی نن بازګی ده
طول معلوم نده دې اصل او کم اصل
دلته هر څوک چی ډالر لری سړی ده
چی په دروغو یې تاویږی وروڼو ژرندې
هغه ځوان ده قهرمان ده او زمری ده
فیصلې کوی جرګې کوی ملک ده
چې په لاس کې یې ټوپک ده او لرګی ده
چی په عقل څومره موړ وی او غریب وی
هغه هسې د تودو اوبو منګی ده
څوک د داسې خلکو نه کوی پوښتنه
چې جوړ کړی یې له خټو نه کورګی ده
که په اصل کې وی آسپ له پلار او موره
چی لږ خوار وی هغه آسپ نده خرګی ده
که د عقل په دریاب وی لمبیدلی
د خوارانو ځان د باندی دهلیزګی ده
زلمی جانه د خوارانو مددګار شه
که دا ټول عمر ژوندون وی بیا مرګی ده