د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1496 شاعران8588 شعرونه
میرویس لاروی

دعمر په سفرکی

ددی عمرپه سفرکی ترانی دغــــــــــــــــــم دی ډیری
چه څومره گوښه گرځم بهانی دغــــــــــــم دی ډیری



له ځان سره می ویلی نوربه غـــــــــــــم ننداره نه کړم
چه هری خواته گورم تمـــــــــــــــاشی دغم دی ډیری



څوک گوډپه لاس اوپښه بــــــــــــل ړوند په لاره ځی
ژوندون سراسر غم شو افسانی دغــــــــــم دی ډیری



یو ډوب دی په عشرت کی بل مــــــــــرگ ناری وهی
یا ربه پناه راکړی نښانی دغـــــــــــــــــــــــــم دی ډیری



دغم نشه کی وسوم دی نشنی نه مـــــــــــــــــی توبه ده
ورکه رانه لار ده پیمانی دغــــــــــــــــــــــــــــم دی ډیری



لارویه په ژوندون کی له غمونو خلاصـــــــــون نشته
شوی بندی دغم زندان کی زولنی دغـــــــم دی ډیری

د شاعر نور شعرونه ←