د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10515 شعرونه
ویس محمد زلمی

ما ته په سپکه مه ګوره

(عبدالرحیم زی) محمدآغه ولسوالی، لوګر ولایت :



غلیمه ولی راته نن داسې په سپکه ګوری زه هماغه ستا پخوانی آشنا یم
سپین مخ د تور شو اوس زما خواته له څټه ګورې زه هماغه ستا پخوانی آشنا یم
که مې جامې دی زړې شوی ګوره
خو د تن وینې مې موجونه وهی
توره مې پړک وهی ځلیږی ګوره
له یرغلګرو نه سرونه وهی
خیر ده که نن ته په هوآ یې ما په ځمګه ګورې زه هماغه ستا پخوانی آشنا یم
که په نس موړ یم که په لوږه ناست یم
چا ته به لاس وړاندې په سوال نکړم
د اثارت ژوندون منلی نه شم
لرې به ځان نه استقلال نکړم
زه یم همدلته خو ته ما ته لا په ورکه ګورې زه هماغه ستا پخوانی آشنا یم
که په وطن مې نن پرتې خاورې دی
ما ته جنت او ګلستان ښکاری
که یې کورونه جوړ له خټو نه دی
خو شاه زلمی یې سره ګلان ښکاری
زه یو افغان یم زما شان ته به په اوچته ګورې زه هماغه ستا پخوانی آشنا یم
تل مې منلې قربانی ده په ځان
خو د چا خپو ته ټیټیدلی نه شم
د تاریخ پاڼی می راواړوه لږ
زه د چا مخ ته سملاستلی نشم
دغه وطن د زلمی جان ته به په کلکه ګورې زه هماغه ستا پخوانی آشنا یم

د شاعر نور شعرونه ←