د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10515 شعرونه
ویس محمد زلمی

ورکه دی جګړه شی

ورکه د جګړه شی مونږ نور ژوند د سعادت غواړو مینه محبت غواړو
خپلو کې دوستی او په قومونو کې وحدت غواړو مینه محبت غواړو



ورکه د جګړه شي په جګړه کې ډیر غمونه دي خوار باندې ظلمونه دی
سوځي انسانان پکښې اورونه او دودونه دي خوار باندې ظلمونه دي



فقر مو قبول ده خو ژوندون د شرافت غواړو مینه محبت غواړو



ورکه د جګړه شي د جګړو وطن خراب وینم خلک یې کباب وینم
بوټي یې خزان وي مړاوې مړاوې یې ګلاب وینم خلک یې کباب وینم



دغه یو څو ورځې ژوند آرامه د عزت غواړو مینه محبت غواړو



ورکه د جګړه شي خدایه ډیرې وي سختی په کې کور په کور بدئ په کې
خپل ورونه پردي شي ورکې ورکې شي دوستئ په کې کور کور بدئ په کې



مونږ په دې وطن کې یو قانون او یو دولت غواړو مینه محبت غواړو



ورکه دې جګړه شي هر سړی جګړې نه ستړی ده ژوند کې لکه مړی ده
دغو جګړو مونږ ته مصیبت او غم راوړئ ده ژوند کې لکه مړی ده



ستړی یو جګړو نه زلمی جانه نور راحت غواړو مینه محبت غواړو



(عبدالرحیم زی)

د شاعر نور شعرونه ←