افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
دبنګړوشرنګ
دبنګړوشرنګ کي دي الله څومره اثريښى دى
زړه مي دزوق پرځنګانه ورته خپل سريښى دى
دميني غله مي ورته ټوله شپه بهرتېره کړه
دزړه په سراى کي دي ظالمي څومره وريښى دى
جانانه ماباندي دي مينه دومره قدرلري
لکه څښتن چي پرامت دپيغمبريشىدى
دسترګوزاڼيوته دي وايه پکي ځالي وکړئ
مادخپل کسيوپه راغه کي ورته غريښى دى
دخداى وجوددي اننګيوکي له ورايه ښکاري
پاس يې پرې روڼ له شغلوډک دځلالمريښى دى
نه پټي ويني نه بوزرګ وي جمالياره ياره
دشاعرزهن کي بس خداى داسي هنريښى دى
زابل کوټه